د مسکو درې اړخیزه غونډه څومره له اصولو سره برابره ده؟

د سیاسي او حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهانو په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه د نړیوالو او ډيپلوماټیکو اصولو خلاف بولي.

کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، د حیرانتیا خبره ده چې پاکستان،چین او روسیه افغانستان په رسمیت پیژني خو بیا هم د دغه هېواد د کوم استازي له حضور پرته د دغه هېواد په مهمو مسایلو بحث کوي.

روسي چارواکو ویلي د سې شنبې په ورځ به د افغانستان د امنیت،اقتصاد او پوځ په اړه له پاکستاني او چینايي استازیو سره په مسکو کې غونډه کوي.

له استاد ستانکزي سره زموږ همکار صفي الله ستانکزي مرکه کړې او لومړی یې پوښتنه کړې چې څومره دا غونډه له اصولو سره برابره ده؟

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي ستانکزي سره مرکه