زرګونه پلټونکي د روسۍ الوتکې مړیو پسې ګرځې

په داسې حال کې چې روسيې پرون د نظامي الوتکې د سقوط له کبله نن ملي ماتم اعلان کړی، زرګونو پلټونکي په تورسمندرګي کې د دې پېښې د قربانيانو په مړيو پسيې ګرځي.

دغه الوتکه د ډسمبر په پنځويشتمه سوريې ته روانه وه چې پر لاره ولوېده او په نتيجه کې يې ټول ۹۲ مسافر مړه شول.

د روسیې د دفاع وزارت وياند ډګر جنرال ايګور کناشينکوف ويلي، نن سهار یوازې د يوولسو کسانو مړي موندل شوي دي، خو د راپور له مخې ۸۶ د بدن غړي مسکو ته د پلټنو لپاره رسېدلي دي.

ده نن په مسکو کې يوې خبري غونډې ته وويل:

"په لومړيو څلرويشو ساعتو کې يوولس مړي او د الوتکې ۱۵۴ ټوټې تر لاسه شوي دي، د ژغورنې او پلټنې ټيم په سیمه کې په دوامداره توګه فعاله دی."

په دغه الوتکه کې د موسيقي مشهوره ډلې الکساندروف ۶۸ غړي هم وژل شوي دي.

دغه ډله د روسيې د وسله والو ځواکونو د ترانو رسمي ډله وه چې د نوي کال د کنسرټ لپاره د سوريې د حميميم هوايي ډګر پر لور روانه وه.

مسکو په سوریه کې د بشار اسد د مخالفو ياغيانو پر ضد د دوه زره او پنځلسم کال له سپتمبر مياشتې راهيسي هوايي حملې کوي.