د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په وزیرستان کې د پیدا شویو طبیعې زیرمو په تړاو یو پلاوی پاکستان ته لېږلی دی.
د دغه وزارت ویاند زبیح الله سروري نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه پلاوي له پاکستاني چارواکو سره هم کتلي دي.
نوموړي وویل چې په سرحدي سېمو کې د پیدا کیدونکو زېرمو څخه استفاده باید یوازې د یو ځانګړي هېواد له خوا ونه شي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هېواد د وزیرستان په قبایلي سېمه کې د ګازو لویه زیرمه موندلې ده.