د افغانستان ولسي جرګې د جدي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د یرغل ورځ وغندله.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د نن ورځې په عمومې غونډه کې د جدې شپږمه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ یاده کړه.
نن د جدې میاشتې شپږمه نېټه پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له اووه دېرشمې کلیزې سره برابره ده.
۳۷ کاله مخکې د جدي په شپږمه نېټه په یو وار څه باندې ۲۵ زره شوروي پوځيان افغانستان ته راغلل.
شوروي ځواکونه څه باندې نهه کاله په افغانستان کې پاتې شول چې د افغانانو د پاڅونونو او وسله والو مبارزو وروسته له دې هېواده ووتل، په دغه مبارزه کې افغانانو یو نیم میلیونه شهیدان ورکړل.
ډېری افغانان په دې باور دي چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پایلې دي.