د اوکراین پوځ او بېلتون غوښتونکي یو بل په اوربند ماتولو تورنوي

د اوکراين پوځ او د اوکراين په ختيځ کې روس‌پلوه بېلتون غوښتونکو پر يوه او بل له اوربنده د سرغړونې تورونه لګولي دي.

دغه اوربند د شنبې سهار وختي نافذ شوى و.

د اوکراين حکومت او بېلتون غوښتونکو د چهارشنبې په ورځ پر دغه اوربند موافقه کړې وه.

د اوکراين د پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، بېلتون غوښتونکو نن د لنډمهاله اوربند له موافقې سره-سره لومړۍ کرښې ته نېږدې د دولت تر ولکې لاندې سيمو باندې ٣٩ وارې ډزې وکړې.

د پوځ په وينا، په لوهانسک او دونيڅک کې د دوى پر پوستو او سنګرونو هم د مرميو او هاوان ډزې شوې دي.

خو روس‌پلوه بېلتون غوښتونکي بيا د اوکراين پوځ تورنوي چې د لنډ مهاله اوربند له موافقې يې تر ٢٢٠ واره زياتې سرغړونې کړې دي.