جوزجان کې افغان ځواکونو سره نښته کې ۵ طالبان وژل شوي

د جوزجان امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو او د وسله‌والو طالبانو تر منځ په نښته کې پنځه طالبان وژل شوي.

د جوزجان امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د شبرغان د جرق و دوق د پروژې په امنیتي پوستو حمله وکړه.

د خاشي په خبره په دې نښته کي چې تر سهار یې دوام درلود افغان ځواکونو ته تلفات نه‌دي اوښتي.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.