وروسته له هغې چې د روسيې يوه پوځي الوتکه نن سهار وختي نسکوره شوه، د روسيې دفاع وزارت وايي په تور سمندرګي کې يې يو مړى موندلى دى.
په دې الوتکه کې چې سوريې ته روانه وه، ٩٢ کسان سپاره وو.
د روسيې د دفاع وزارت وياند ايګور کوناشينکوف وويل، د روسيې د دفاع وزارت د «Tu-154» ډوله الوتکې په سقوط کې د يوه وژل شوي کس مړى د سوچي ساحل ته نېږدې موندل شوى دى.
د روسيې د اضطراري خدماتو ادارې يوې سرچينې چې نوميې نهدى اخيستل شوى، انټرفاکس خبري اژانس ته ويلي چې د الوتکې د سقوط له ساحې ګڼ مړي موندل شوي دي.
دغې الوتکه له سوچي څخه الوتنه کړې وه، تر الوتنې لنډه شېبه وروسته پر ځايي وخت د سهار پنځه بجې او څلوېښت دقيقې له رادار سيسټم څخه ورکه شوه.
دغه الوتکه د سوريې له ساحلي ښار لاذقيه دباندې د روسيې حميميم «Hmeimim» پوځي اډې ته روانه وه.