ټرمپ: اسائیل به د ښارګوټي جوړولو پلان عملي کړي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ترمپ پرون شنبه وویل، د فلسطین په نیول شویو سیمو کې له اسرائیلو څخه د ښارګوټو د نه‌جوړولو د غوښتنې پرېکړه‌لیک ته د امنیت شورا رأیې به د سولې معامله لا سخته کړي.

ټرمپ په یوه پیغام کې چې په ټویټر کې یې خپور کړی، په عین حال کې ویلي چې اسرائیل به په هر حال دا عملي کړي.

د ښاغلي ټرمپ دا پیغام لږ وروسته له دې خپور شو چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پر حکومت د دغه پرېکړه‌لیک د نه‌ویتو کولو په خاطر سخت انتقاد وکړ.