بامیانو کې ۵۵۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کوي

په بامیانو کې چارواکي وايي، دغلته د یوې نوې پروژې په بشپړېدو سره به پنځه سوه پنځوس کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس سلمان علي صادقي، د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا پروژه به چې ۳۱ کېلو متره اوږدوالی لري د څوارلس میلیونو افغانیو په لګښت د دشت سعید په کلي کې جوړه شي.

نوموړي د دې پروژې د لګښت په اړه وویل:

"د څوارلس میلیونه افغانیو څخه پنځه سوه زره افغانۍ د سیمې خلک په دې پروژه کې د فزیکي کار کولو له لارې پرې کوي، د دې پروژې یوه ښېګڼه دا ده چې له یوې ډېرې لیرې پرتې سیمې څخه ګڼو خلکو ته اوبه برابروي."

د بامیانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ښاغلي صادقي زیاته کړه چې دا پروژه به په راتلونکو پنځو میاشتو کې بشپړه شي.

همدا ریاست د اوبو رسولو د دې پروژې لګښت ورکوي.

په بامیانو کې د څښاک د پاکو اوبو کموالی د ګڼو کورنیو لپاره یوه ستونزه ده.