د اسرائیلو صدراعظم پر اوباما سخت انتقاد وکړ

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د امریکا پر ولسمشر بارک اوباما سخت انتقاد کړی.

نوموړی دا انتقاد له هغې یوه ورځ وروسته کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د هغه پرېکړه‌لیک د تصویب مخه ونه‌نیوله چې په لوېدیځه غاړه کې د یهودي ښارګوټو د ابادۍ د مخنیوي غوښتنه کوي.

نتنیاهو دا اقدام د ده په وینا یو «د شرم وړ کمین» بللی دی او زیاته کړې یې ده چې خپله پرېکړه‌لیک هم مشکوک دی.

له ۱۹۷۹ میلادي کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو سازمان د یهودي ښارګوټو په اړه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.