د یوې پاکستانۍ وسلهوالې ډلې ویاند ویلي، د دې ډلې مشر په افغانستان کې د سفر پر مهال له یو برید څخه روغ وتلی دی.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د لشکر جنګويالعالمي ډلې د یو ویاند علي بن سفیان له خولې ویلي چې د یوسف منصور خراساني په نوم د دې ډلې پر مشر پرون په زابل ولایت کې د همدې ډلې د یو غړي لهخوا برید وشو.
نوموړي ویلي چې بریدګر د خراساني د ساتونکو په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
راپور وايي، دا برید په دې ډله کې د داخلي اختلافاتو څرګندونه کوي.
د لشکر جنګوي پاکستانۍ ډله په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په لویو بریدونو کې ښکېل بلل شوې.
له دې بریدونو څخه یو یې په کوټه کې د پولیسو د روزنې پر یو مرکز او بلیې د شاه نوراني په زیارت کې و چې لسګونه کسان پهکې ووژل شول.
تر دا مهاله د زابل ولایت چارواکو په دې اړه څه نهدي ویلي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکلسن ویلي و د افغانستان او پاکستان تر منځ سیمو کې شل ترهګرې ډلې فعالیت لري.