رادمنش: د هلمند مارجې ټولې پوستې د افغان ځواکونو کنټرول کې دي

د افغانستان د دفاع وزارت هغه راپورونه بې بنسټه بولي چې ګواکي د هلمند د مارجې ولسوالۍ امنیتي پوستې له ټولو تجهیزاتو سره وسله والو طالبانو ته پریښودل شوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د مارجې ولسوالۍ ټولې امنیتې پوستې د افغان سرتېرو په کنټرول کې دي.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوې وو چې د دفاع وزارت غواړي د هلمند ولایت یوشمېر ولسوالۍ له ټولو تجهیزاتو سره وسله والو طالبانو ته وسپاري.

په دې اړه دازادي راډیو خبریالې مرضیې احمدزۍ له ښاغلي رادمنش سره مرکه کړې او په سرکې د دغه راپورونو د دقت او څرنګوالي په اړه پوښتنه کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

له محمد رادمنش سره مرکه