ارزګان کې له ۴سوه کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوه

په ارزګان ولایت کې د ۴ سوه بېځایه شویو کورنیو سره د نغدي مرستې لړۍ پیل شوه.

له بېځایه شویو کورنیو سره که څه هم وړاندې تر دي د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوي خو داځل له یو شمېر کورنیو سره نغدي مرسته هم کېږي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټي د شنبې په ورځ د مرستې د وېشلو پرمهال ازادي راډيو ته وویل چې دغه مرستې د «UNHCR» مؤسسې له لوري د ۴۰۰ هغو بېځایه شویو کورنیو سره چې د جګړې له امله زیانمن شوي دي د ۱۰۰ امریکايي ډالرو نغدي مرسته کېږي چې نن يې دوېش لړۍ پیل شوه.

نوموړي همداراز وویل چې په دغه ولایت کي د ۵۰۰۰ نورو بېځایه شویو کورنیو سره هم د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ روانه ده چې په روانه اوونۍ کې به پای ته ورسېږي.

خروټي زیاته کړه:

"په واقعیت کې د ارزګان خلک مرستو ته اړتیا لري چې دغې جګړې سخت زیانمن کړي دي، خو زه هڅه کوم چې هر څنګه کېږي دوی ته مرستي پیدا کړم، زما له دوی څخه داهیله ده چي له خپلو امنیتي ځواکونو سره دامنیت په راوستلو کي مرسته وکړي، ترڅو دوی بېرته خپلو کورنو ته ستانه شي."

ښاغلي خروټي زیاته کړه چې دو هڅه کوي څو په ولسوالیو کي هم د بېځایه شویو کسانو لپاره مرستې ورسوي.

په ارزګان ولایت کې د طبعیي پېښو پروړاندې د مبارزې او کډوالو چارو ریاستونو د معلوماتو له مخې دغه ولایت کې د څلور میاشتنۍ جګړې له امله تر ۱۲ زره زیاتې کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت بېځایه شوي کورنۍ غوښتنه کوي چې د مرستو پرځای دې د دوی په سیمه کې امنیت تامین شي تر څو دوی بېرته خپلو کورنو ته ستانه شي او د اوسنیو ناخوالو خلاص شي.