تمه ده د اوکراین ختیځ کې اوربند پیل شي

تمه ده نن د ډسمبر په څلورویشتمه د شپې ناوخته د اوکراین په ختیځ کې د اوکرایین د حکومت او د روسيې له ملاتړ برخمنو جلا غوښتونکو تر منځ تر نامعلومه وخته اوربند پیل شي.

په دغه اوربند له پخوا خبرې روانې وې.

د اوکرایین ولسمشر پترو پروشینکو ویلي چې د دغه اوربند په اړه د ډسمبر په یویشتمه موافقه شوې او دا به په اوکرایین کې د سولې لپاره یوه هڅه وي هغه هېواد چې پکې تېر نهه واره د اوربند موافقې عملي نه شوې.

ښاغلي پتروشینکو وویل چې د کریسمس په مناسبت دا اوربند به د اوکرایین په ختیځ کې د ډزبندیو لپاره وروستنی جامع ګام وي.

د جلا غوښتونکو اوکراینیانو نومول شوي مشر هم ویلي چې موافقه په دونباس سیمه کې د تاوتریخوالي تر زیاتیدو وروسته یو هیله بخښونکی اقدام دی.