ټرمپ وايي له پوتین څخه یې د مبارکۍ لیک تر لاسه کړی

د امريکا انتخاب شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين څخه يې د مبارکۍ ليک ترلاسه کړى دى.

پوتين په دغه ليک کې ويلي چې د همکارۍ اړيکې به په کيفي لحاظ نوي پړاو ته رسوي.

په دغه ليک کې چې د ډسمبر پر ١۵مه ليکل شوى، پوتين ويلي، هيله من دى ټرمپ به له مسکو سره د اړيکو ښه کېدو پر لار رغوونکي او عملي اقدام وکړي.

په همدې حال کې د کرملين وياند دميتري پيسکوف هم تاييد کړې چې د روسيې ولسمشر پوتين د امريکا منتخب ولسمشر ښاغلي ټرمپ ته د مبارکۍ پيغام لېږلى دى.

هغه د روسيې خبري اژانسونو ته ويلي چې پوتين د مسکو او واشنګټن ترمنځ ښو اړيکو ته هيله څرګنده کړې ده.