چارواکي: کونړ کې داعش ښکاره فعالیت نه دی پیل کړی

د کونړ چارواکي وايي، داعش سخت دريځې ډلې تر اوسه په دغه ولايت کې په ښکاره وسله وال فعاليت نه دى پيل کړى.

تر دې مخکې د کونړ امنيه قوماندان جنرال جمعه ګل همت ويلي وو داعش ډلې د کونړ په غرنيو او ليرې پرتو سيمو کې پټ مرکزونه جوړ کړي دي.

د کونړ د والي وياند غني مصمم له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، امنيتي ځواکونه د دې ډلې په وړاندې مقابلې ته چمتووالى لري:

"داعش وسله والې ډلې تر اوسه په کونړ کې کوم وسله وال فعاليت نه دى ترسره کړى او نه دلته ښکاره مرکزونه لري، امنيتي ځواکونه پوره تيارى لري او دوى ته به د هېڅ ډول فعاليت اجازه ورنه کړي."

وروسته له هغې چې د ننګرهار چارواکو په څو ولسواليو کې د داعش ډلې د کمزوري کېدو خبرونه ورکړل، داسې اندېښېنې ولاړې شوې، چې داعش ډله ښايي کونړ ته مخه کړي.