خوګیاڼی: د ننګرهار پچیراګام کې پوځي پوستې جوړېږي

د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ په هغو سيمو کې چې په وروستيو کې له داعش وسله والو تصفيه شوي- ګډو افغان ځواکونو ته پوستې جوړېږي.

د ننګرهار چارواکي وايي په دغو پوستو او پوځي اډو کې به په سلګونو ولسي پاڅونوال ځاى پر ځاى شي.

د والي وياند عطا الله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

"په دغو پوستو او بېزونو کې به ګډ امنيتي ځواکونه او شا و خوا ٥٠٠ پاڅونوال هم چې د سيمې خلک دي، ځاى پر ځاى شي."

د والي وياند وايي، په دغو پوستو او پوځي اډو کې دېره ځواکونو ته به سپکې او درنې وسلې هم ورکړل شي چې د دولت-ضد وسله والو د تحرکاتو مخنيوى وکړي.

دغه پوستې او پوځي اډې د پچيراګام په کوز او برپچير سيمو کې د جوړېدو په حال کې دي.

په پچيراګام ولسوالۍ کې په وروستيو کې داعش ډلې له افغان قواوو سره سختې جګړې وکړې.

د ننګرهار چارواکي وايي، داعش ډلې په دې ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال د ولسي خلکو ٢٣٠ کورونه له منځه وړي دي.