جرمني د کوسو ۲ اتباع د تروریستي برید د پلان په تور نیولي

جرمني وايي، د کوسو دوه اتباع يې چې له یو بل سره ورونه دي په دې هېواد کې د تروریستي برید د پلان په تور نیولي دي.

دا دواړه مشکوک کسان چې ۲۸ او ۳۱ کلن دي نن سهار وختي په دویس بورګ ښار کې نیول شوي او د جرمني چارواکي وايي، دوی پلان درلود چې د دې هېواد په لویدیځ کې پر یوه پلورن‎ځای برید وکړي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د دې دوه مشکوکو کسانو نیونه د روانې دسمبر میاشت په نوولسمه په برلین کې د یوې لارۍ په‎واسطه له شوي برید سره اړیکه لري او کنه.

په دغې برید کې ۱۲ کسان ووژل شول او پولیس د دې برید په شک د یوه تونسي تبعه په لټه کې دي.