د استرالیا پولیس نن سهار وویل، پنځه هغه مشکوک کسان یې نیولې دي چې غوښتل یې د دې هېواد په دویم لوی ښار کې د کریسمس په جشن کې چاودنې وکړي.
د ویکټوریا د ایالت د پولیسو قومندان وايي، دې کسانو له داعشه انګېزه اخېستې وه او غوښتل یې د مېلبورن د ښار د میټرو په یو تم ځای او ځیني نور سیمو کې چاودنې وکړي.
په استرالیا کې دا نیونې وروسته له هغې کېږي چې د جرمني په برلین کې د کرېسمېس پر یو بازار لارۍ موټر وروستل شو چې ۱۹ کسان یې ووژل.
پولیس وايي، له اوو تنو نیول شوېو کسانو څخه یې یو ۲۶ کلن سړی او یوه ۲۰ کلنه ښځه بېرته پرته له دې چې تورن شي خوشې کړي دي.
پنځه سړي چې عمرونه یې د ۲۱ او ۲۶ کلونو ترمنځ دي دا مهال د پولیسو په توقیف کې دي.
د نیول شوېو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی خو پولیس وايي، څلور یې په استرالیا کې زیږیدلي او پنځم یې مصر کې زیږیدلی چې مصري ټبری اسټرالیایي دی.
د ځايي پولیسو مشر اشټون ویلي، پولیس دا کسان له څه وخت راهیسې څارل او باور لري چې دوی د چاودیدونکو موادو او وسلو په وسیله د داسې بریدونو چمتوالی نیوه چې ګڼ کسان یې ووژلي شول.