فیروز: افغانستان کې د روږدو کسانو درملنه اغېزناکه نه‌وه

نشه‎يي هغه دښمن چې د عامې روغتیا وزیر یې له نورو مرګونو پېښو نه په افغانستان کې خطرناک ګڼي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په هېواد کې په مخدره موادو د روږدو کسانو ډېرېدل ټکان ورکوونکی او خطرناک ګڼي او ټینګار کوي چې افغانستان په یوازې ډول نه‌شي کولای د دغې پدیدې په وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړی دا مني چې په هېواد کې د روږدو کسانو درملنه اغېزناکه نه‌وه او علت‌يې مخدره موادو ته د خلکو لاسرسی دی.

ښاغلی فیروز وايي، اړتیا ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په دې برخه کې اقدام وکړي ځکه چې دا یوه خطرناکه پدیده ده.

د عامې روغتیا وزیر فیروزوالدین فیروز

نوموړی وايي:

"دغه پدیده ورځ تر بلې په افغانستان کې د ډېرېدو په حال کې ده، ډېری کورنۍ دي چې یو کس معتاد په‎کې پیدا کېږي، باید په نړیواله کچه کار وشي او ان په نړیواله سطحه باید همکاري او همغږي وشي، د دې پدیدې د له‎منځه وړلو لپاره اړتیا ده چې باید درملنه‌یې وشي، دې ته لاسرسی ډېر دی تر هغې چې دې پدیدي ته لاسرسی وي، موږ چې هر څومره د درملنې مرکزونه زیات کړو، نتیجه به مؤثره نه‌وي او تر دې دمه هم نتیجه مؤثره نه‌وه."

نوموړي دغه خبرې د ښځو او ماشومانو لپاره د مخدره موادو د درملنې د ملي مرکز په نوم د هغه ۱۵۰ بستریز روغتون د پرانیستې پر مهال وکړې چې اوس د کابل د خوشحال خان مېنې په سیمه کې جوړ شوی دی.

په دغه روغتون کې د هغو ماشومانو او مېرمنو درملنه کېږي چې په مخدره موادو روږدي وي.

هغه ارقام چې دغه وزارت راټول کړي ښيې چې په مخدره موادو د درې میلیونه روږدو کسانو څخه‌یې اته لکه مېرمنې دي.

سمیرا چې د ژوند له سختو یې په دغه ناوړه عمل لاس پورې کړی وايي چې دا د ښکلو هنرونو له پوهنځي څخه فارغه شوې ده.

نوموړې وايي، لومړی یې خاوند او له هغې وروسته دا د اتو کلونو را په دې‌خوا د دغه عمل ښکار شوې ده.

سمیرا وايي، په دغه روغتون کې یې دوه ماشومان هم بستر دي:

"اته ورځې کېږي دغه مرکز ته راغلې یم، ما او خاوند مې دواړو هيروین او شیشه کاروله، نوره ښه یم د شیشي د کارولو له امله راته رواني ناروغي پیدا شوې وه، درملنه مې شوې ده، دلته‌یې ما او زما ماشومانو ته کالي او نور څیزونه ورکړل، اته کاله مې مخدره مواد وکارول بیا مې پرېښودل، خو بیا یې راباندې چپه راغله، خپله مې ۱۴ کاله زده‎کړې کړي او د هنر له پوهنځي نه فارغه یم دا ماشوم مې شپږ کلن دی او بل ماشوم مې په لوړ پوړ کې بستر دی."

له دې ټولو سره-سره په مخدره موادو د شاوخوا یو لک ماشومان روږدي کېدل هغه څه دي چې د عامې روغتیا وزارت‌یې اندېښمن کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان نه‎شي کولای په یوازیتوب سره د دغه ناوړه پدیدې مخه ونیسي.

د عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو او د مخدره موادو سره د مبارزې وزارتونه وايي، دوی په یوه ګډ پروګرام کار پیل کړی چې هغه مېرمنې او ماشومان کوم چې له روغتونه تر درملنې وروسته رخصتېږي ورته د کار او زده‎کړو زمینه برابره کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل

د کار او ټولنېزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل د پنجشنبې په ورځ د دغه روغتون د پرانیستې پر مهال وویل:

"په دې برخه کې جدي کار روان دی، په پام کې ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د حرفوي زده‎کړو مرکزونه له ۴۶ نه سلو ته لوړ کړي او ډېری دغه مرکزونه به په هغو ولایتونو کې وي چې د فقر سره مخامخ وي او په دغو مرکزونو کې معتادین یوه لویه برخه جوړوي چې دلته به بېلابېل کارونه زده‎کړي."

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره سره له دې چې د دغه ناوړه عمل د له‎منځه وړلو برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو مرسته ګټوره بولي وايي چې په دې برخه کې د دیني عالمانو رول ډېر مهم دی.

Your browser doesn’t support HTML5

فیروز: افغانستان کې د روږدو کسانو درملنه اغېزناکه نه وه

راپور: ابراهیم صافی