مسؤلین: کونړ کې ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه‌لري

Your browser doesn’t support HTML5

د کونړ اوسېدونکي وايي، ډېری ښوونځي یې ودانۍ نه‌لري چې له امله‌یې زده‎کوونکي او ښوونکي له ستونزو سره مخ دي. بل‌خوا په کونړ کې د پوهنې ریاست مسؤلین بیا وایي چې په سلو کې شپېته ښوونځی يې ودانۍ نه‎لري. یاده ستونزه‌يې مرکز کابل کې خپلو مشرانو سره شریکه کړې او هغوی هم ورته د یو شمېر ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو ډاډ ورکړی.