اجرائیه ریاست: هڅه کوو څو د سرپرستانو پرځای وزیران معرفي کړو

اجرائیه ریاست وايي، هڅه کوي څو ژر په وزارتونو کې د سرپرستانو پر ځای وزیران معرفي کړي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن ازادي راډیو ته وویل، په حکومت کې د سرپرستۍ موضوع پای ته رسول د یو مهم بحث په توګه مطرح ده.

ښاغلی فیصل زیاتوي:

"ډېرې هڅې پر دې دي چې څومره ژر ممکنه وي، دغه اشخاص او افراد معرفي شي، څو د سرپرستۍ لړۍ پای ته ورسېږي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له څه مودې راهیسې د کانونو، اطلاعاتو فرهنګ او د قومونو او قبایلو چارو وزارتونه د سرپرستانو له‎خوا اداره کېږي.

همدارنګه ولسي جرګې ۷ وزیران سلب اعتماد کړي چې جمهوري ریاست دا موضوع د څېړنو لپاره سترې محکمې ته لېږلې ده.