لومړي مرستیال دفتر: لویې څارنوالۍ د دوستم د جلب مکتوب راستولی

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر تائیدوي چې تېره ورځ دوی ته د لوی څارنوالۍ له لوري د عبدالرشید دوستم د جلب مکتوب رسېدلی دی.

د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند نن ازادي راډیو ته وویل، دا چې دغه مکتوب د لويې څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت ریاست له‌خوا دوی ته ورلېږل شوی غیر قانوني دی، نو ځکه‌یې مستردوي.

ښاغلي فرهمند زیاته کړه:

"موږ دا مکتوب غیرقانوني بولو مستردویې، زموږ رسمي کار همدا ده، که دې مسئلې ته زیاته لمن ووهل شي، له عواقبو یې په اندېښنه کې یو."

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي په جنرال عبدالرشید دوستم تور پورې کړی چې شاوخواه یوه میاشت وړاندې یې د بُزکشۍ له میدانه وړی او جنسي یې ځورولی دی.

خو د لومړي مرستیال دفتر د ایشچي دا تورونه رد کړي دي.