د امریکا متحده ایالاتو د اسرائیل هغه ادعا رد کړه چې وایي، په سوریه کې لیدل شوي چې حزبالله له امریکایي ساخت زغروالو وسیلو کار اخیستی او دغه وسیلې د لبنان پوځ دغې سخت دریځې ډلې ته ورکړي دي.
تېره میاشت داسې تصویرونه په ډاګه شول چې ښیي د حزبالله جنګیالي په سوریه کې «M113» پرسونل وړونکي زغروال وسایل کاروي.
حزبالله چې واشنګټن د ترورېستي ډلې په توګه نومولې، په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ جنګېږي.
د چهارشنبې په ورځ یوه اسرائیلي لوړپوړي پوځي چارواکي خبریالانو ته وویل چې اسرائیل ګومان کوي چې دغه وسیلې به د تجهیزاتو له هغو ډیپوګانو ایستل شوي وي چې واشنګټن د لبنان وسلهوالو ځواکونو ته ورکړي دي.
خو په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وویل، امریکایي چارواکو په دې اړه څېړنه وکړه او ګومان نهکوي چې لبنان به له شوې موافقې څخه سرغړونه کړې او دغه تجهیزات بهیې دغې ډلې ته ورکړي وي.