د ترکیې پوځ او دولتي رسنیو وویل، پرون چهارشنبه د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت د سختدریځې ډلې له لوري په درېيو جلا ځانوژونکو حملو کې ۱۴ تُرک پوځیان ووژل شول او ۳۳ نور ژوبل شول.
د پوځ د یوې خبرپاڼې او د ترکیې د راډیو ټلوېزیون "ټي. آر. ټي" د راپور له مخې، دا بریدونه د سوریې په الباب ښارګي کې وشول.
د ترکیې پوځ او د دغه هېواد تر ملاتړ لاندې د سوریې د حکومت مخالف سوریهوال جنګیالي هڅه کوي چې دا ښار له اسلامي دولت یا داعش څخه ونیسي.
دا د اګسټ له میاشتې را په دېخوا د ترکیې د پوځ لپاره په یوه ورځ تر ټولو زیاته مرګ ژوبله ده.
د سوریې په شمال کې د عملیاتو له پیله تر اوسه پورې ټولټال ۳۵ تُرک پوځیان وژل شوي دي.