د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د روسیې او سوریې د سخت مخالفت سره-سره د هغې کمېټې جوړولو ته رأیه ورکړه چې په سوریه کې له بشري حقونو څخه سرغړونو او جنګي جرمونو ته دوسیې واچوي.
دغه پرېکړهلیک چې د لیښتینشټین لهخوا ترتیب شوی، د روسیې له خبرداري سره سره پرون د ۱۰۵ موافقو او ۱۵ مخالفو رأیو سره تصویب شو.
۵۲ هېوادونو ورته ممتنع رأیه ورکړه.
روسیې ویلي و چې دغه اسامبله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کار کې مداخله کوي، د هغې شورا چې روسیهیې دایمي غړې ده او تر اوسهیې د سوریې د جنګي جرمونو د ادعاو د څېړلو لپاره د هڅو مخه ډب کړې ده.
ایران او چین هم هغه هېوداونه و چې دغه پرېکړهلیک تهیې منفي رأیې ورکړي.
دغه جوړېدونکې کمېټه به د ملګرو ملتونو له تحقیقاتي کمېسیون سره چې تر اوسهیې د دغې جګړې په جریان کې د ترسره شویو ظلمونو په اړه په جزئیاتو راپورونه خپاره کړي دي، له نېږدې کار کوي.