د روسیې په سایبریا کې چې یو شمېر خلکو د ځان مینځلو لپاره ځانګړي مایع صابون څښلي، د مړو شمېر ۶۰ تنو ته لوړ شوی دی.
په سیمه کې د روسيې د روغتیا وزارت ویاندې تاتیاناشکورسکایا نن خبریالانو ته وویل چې تېره شپه هم دوه جسدونه په یوه کور کې موندل شوي دي.
شکورسکایا زیاته کړه چې لږ تر لږه ۴۰ تنه ښځې او نارینه په روغتونونو کې بستر دي.
د سایبریا په ایرکوتسک ښارګوټي کې د ټولو هغو الکولي موادو پر خرڅولو بندیز لګول شوی چې د څښاک لپاره نهدي تولید شوي او وروسته دا بندیز په ټوله سایبریا کې اعلان شو.
په څېړنو کې څرګنده شوې چې د ځان مینځلو په مایع صابون کې چې یو شمېر کسانو يې د څښلو تېروتنه کړې، د عادي الکولو یا ایتانول پر ځای د میتانول په نوم کیمیاوي مواد ګډ وو چې د انسان د مرګ سبب کېدلای شي.
دې کمېټې ویلي چې لږ تر لږه ۱۱ تنه د داسې مایع صابون د خرڅولو په تور نیول شوي او په سیمه کې دوه دوکانونه چې دا مواد یې تولیدول تړل شوي دي.