هلمند چارواکي: میوند عملیاتو کې ۱۹ طالبان وژل شوي

د هلمند چارواکي وایي، د میوند په نوم پیل شویو عملیاتو کې ۱۹ وسله‎‌وال طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسئول احمد شکیل تسل نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې له تېرو څو ورځو راهیسې روان دي.

نوموړي وویل چې په دغو عملیاتو کې همدارنګه د دولت ۱۵ نور وسله‎وال ټپیان شوي او یوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي.

خو وسله‎والو طالبانو په‎ دې اړه څه نه‎دي ویلي.