د کندز د سیمهییزو چارواکو په وینا، افغان ګډو ځواکونو په دې ولایت کې د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې د پامیر "۱" په نوم ژمني پراخ تصفیوی عملیات پیل کړي دي.
شمالختیځ زون کې د ۸۰۸ سپینزر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیزکامهوال رسنیو ته وویل، دغه عملیات تېره ورځ د افغان ګډو ځواکونو لهخوا د کندز ښار اړوند سیمو کې همدارنګه د دې ولایت څلورو ولسوالیو خاناباد، امامصاحب، دشت ارچي او په چهاردرې کې پیل شوي دي.
ښاغلي کامهوال زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې تر اوسه پورې نهه وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنهیې ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ ځواکونه په قوي مورال سره د پرمختګ په حال کې دي، ځکه د ژمي موسم د تصفیوي عملیاتو لپاره ډېر یو ښه فُرصت دی او باید له دې وخته ګته واخلو څو سیمه کې د وسلهوالو طالبانو پلانونه او پټنځایونه لهمنځه یوسو."
په ورته وخت کې د پامیر شلمې فرقې قوماندان جنرال عبدالمالک کریمي بیا وايي چې د روانو عملیاتو پایله کې تر اوسه یو شمېر کلي د کندز ښار اړوند سیمو کې همدارنګه په ولسوالیو کې د وسلهوالو مخالفانو له شتونه تصفیه شوي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
ښاغلي کریمي زیاته کړه:
"زه د کندز ولس ته ډاډ ورکوم چې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او نورو امنیتي ارګانونو ځواکونه د دوی خدمت کې دي او موږ هڅې کوو څو دغه ولایت د طالبانو له شتونه تصفیه کړو."
ښاغلی کریمي وايي، په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو یو سرتېری وژل شوی دی، خو ملکي وګړو ته کوم زیان نهدی رسېدلی.
دغه پوځي چارواکی زیاتوي چې روان عملیات به تر هغه وخته دوام ولري، څو د دې ولایت نا امنه سیمې له طالبانو پاکې شوې نهوي.
د یادونې وړ ده چې دغه پوځي عملیات په داسې حال پیلېږي چې له دې وړاندې د کندز ولایتي شورا او مدني ټولنو فعالانو خبرداری ورکړی وو، که ژمي کې د دولت ضد عناصرو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل نهشي، نو ښايي راتلونکي پسرلي کې دغه ولایت له ډېرو امنیتي ننګونو سره مخامخ شي.
تر اوسه پورې وسلهوالو مخالفانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
راپور: اجمل ارین