په برلین کې د کرسمس پر مارکېټ د وروستۍ حملې مسؤلیت د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش واخیست.
دا خبر پرون سې شنبه د اعماق په نوم یوې وېبپاڼې ورکړ چې د داعش خبرونه خپروي.
پر دې وېبپاڼه لیکل شوي:
"برلین کې دا عملیات د داعش عسکر د ائتلافي هېوادونو پر وګړو د حملو د غوښتنې پر اساس سرته رسولي دي."
په برلین کې د دوشنبې په ماښام یوه موټر چلوونکي د کرسمس په مارکېټ کې خلک په موټر ووهل چې لږ تر لږه ۱۲ تنهیې ووژل او نېږدې ۵۰ تنه زخمیان شوو.
د جرمني پولیس وايي چې د حمله کوونکي په لټه کې دي.
پولیسو پرون یو پاکستانی وګړی چې له حملې سره د تړاو په تور نیول شوی و، بېرته خوشې کړ.
د برلین څارنوالۍ وویل چې د نیول شوي سړي پر ضد کافي اسناد نهوو موجود.