د کورنیو چارو وزارت پرون سې شنبه لږ تر لږه ۹۸ ټنه مخدره مواد وسوځول.
په دې وزارت کې له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي خبریالانو ته وویل چې ګڼ شمېر مشکوک کسان له دې موادو سره نیول شوي دي.
باز محمد احمدي زیاته کړه:
"موږ لږ تر لږه ۸۰۰ مشکوک کسان چې ښځې او نارینه دي، له دې موادو سره د تړاو په تور نیولي دي."
اسوشیټېډ پرېس وايي، په دې موادو کې زیات تاریاک او یوه اندازه چرس، هیروین او الکول وو.
د مخدره موادو دا انبار د کابل ښار په څنډه کې سوځول شوی دی.
Your browser doesn’t support HTML5