د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوی یو ډیپلوماټ په مسکو کې مړ موندل شوی دی.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د لاتیني امریکا په ډیپارټمنټ کې د دوی یو لوړپوړی سلاکار پیتر پولشیکوف پرون په مسکو کې په یوه اپارتمان کې مړ شوی.
د ده په بدن کې د مرمیو ټپونه شته او وسلهیې څنګ ته پرته وه.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، لومړني تحقیقات ښیي چې د پولشیکوف وژنه یوه پېښه ده او د هغه له کار سره تړاو نهلري، خو د مسکو د پولیسو سرچینې بیا وایي څېړونکي دې پېښې ته د احتمالي قتل او یا ځان وژنې په توګه ګوري.