د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په غور ولایت کې له ۱۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره نغذي مرستې وکړې.
په لوېدیځ زون کې د دغه کمېشنرۍ مسؤل عبدالواحد مخلص وايي چې هرې کورنۍ ته دوه سوه ډالره ورکړل شوي دي.
له بل لوري د غور ولایت د کډوالو چارو رئیس عبدالرؤف غفوري وايي، روان کاله د ناامنیو له امله په دې ولایت کې څلور زره کورنۍ بېځایه شوي دي.