د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هغه ترکي سیال مولود چاووش اوغلو وایي، مسکو او ترکیه به د سوریې د بحران د هواري برخه کې همکاریو ته دوام ورکوي.
چاووش اوغلو نن یوه ورځ وروسته له هغه مسکو ته ورسېد چې په انقره کې د روسیې سفیر اندري کارلوف د یوه ترکي پولیس افسر لهخوا په ډزو ووژل شو.
چاووش اوغلو ویلي، هغه څوک چې د روسي ډیپلومات په وژنه کې لاس لري غواړي د انقرې او مسکو اړیکې خرابې کړي، خو زیاتهیې کړه چې دوی به دغه کار ته اجازه ورنهکړي.
ده زیاته کړه:
"غواړم تاسو پوه شئ چې ترکیه او خلکیې هغومره خواشیني دي چې روسیه ده. روسیه او ترکیه دواړه ښه پوهېږي چې د دې برید اصلي هدف د انقرې او مسکو تر منځ اړیکو زیانمن کول او هم زموږ دواړو د وروستیو ګډو لاسته راوړنو او پرمختګونو بدنامول دي."
تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و چې په دې برید کې د ښکېلو کسانو هدف د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو په وړاندې خنډونه جوړول دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، په ترکیه کې د روسي ډیپلومات وژنه به په سوریه کې د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې د دواړو هېوادونو اقدامات نور هم کلک کړي.
له چاووش اوغلو او لاوروف سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د سوریې د بحران په اړه خبرو کې ګډون لري.