کونړ چارواکي: لیرې پرتو غرنیو سیمو کې داعش مرکزونه جوړ کړي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په لیرو پرتو غرنیو سیمو کې داعش ډلې لنډ مهالي مرکزونه جوړ کړي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان جمعه ګل همت ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل، امنیتي ځواکونه د ولس په ملاتړ د داعش ډلې هر ډول مقابلې ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې افغان حکومت د داعش وسله‎واله ډله سخته وځپله او اوس هم د دې ډلې پر ضد پوځي عملیات روان دي.

د افغانستان دفاع وزارت څه موده وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې داعش په ننګرهار کې ماته خوړلې او اوس‌یې د کونړ په ګډون یو شمېر نور ختیځو ولایتونه ته مخه کړې.