افغان حکومت او اسیا پراختیايي بانک تر منځ تړون لاسلیک شو

د افغان حکومت او اسیا پراختیايي بانک ترمنځ له افغانستان سره د انرژۍ په برخه کې د ۴۱۵ میلیونو ډالرو بلاعوضه مرستو تړون لاسلیک شو.

دغه تړون نن په کابل کې د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکمیي او په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک مشر تام پنیلا ترمنځ په ارګ کې لاسلیک شو.

اکلیل حکیمي له لاسلیک وروسته خبریالانو ته وویل، دغه مرستې به د ظرفیت لوړونې او له پولو دباندې د وارداتي انرژۍ پر پياوړتیا ولګول شي.

د ا سیا پراختیايي بانک د افغانستان له سترو تمویل کوونکو بنسټونه څخه ګڼل کېږي چې تراوسه یې له افغانستان سره د انرژۍ برخه کې ۲.۲ میلیارډه ډالره مرسته کړې.