په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی ټینګار کوي چې هېواد ته د بېکیفیته دارو درملو او خوراکي موادو د واردولو مخه ونیول شي.
احمد ضیا مسعود چې ننیې د خوراکي موادو د غني کولو په هدف یوې جوړه شوې غونډې ته وینا کوله وویل، په دې سره د میلیونونو افغانانو ژوند ژغورل کېدای شي.
دی زیاتوي:
"دا ډېر لوی ملي مسؤلیت دی باید جدي پام ورته وشي، خوراکي مواد د میلیونونو انسانونو له ژوند سره مستقیمې اړیکې لري، که په دې برخه کې غفلت وشي، موږ به درست مسؤلیتونه نهوي ترسره کړي."
ښاغلی مسعود وايي چې د بېکیفیته موادو او دواګانو مخینوي برخه کې د عامې روغتیا وزارت جدي مسؤلیت لري.