افغانستان کې د سره صلیب کمېټې یو کارکوونکی تښتول شوی

ناڅرګندو کسانو پرون دوشنبه په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې یو کارکوونکی تښتولی دی.

په افغانستان کې د دې سازمان ویاند احمد رامین ایاز ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې علت لا نه‎دی څرګند شوی.

د سره صلیب نړیوال سازمان د دې کارکوونکي هویت نه‌دی څرګند شوی.

د ایاز په وینا، د سره صلیب نړیوالې ټولنې یو شمېر کارکوونکي له کندزه د کار لپاره مزارشریف ته تلل، نا څرګندو وسله‌والو یې موټر درولی او یو تن‌یې تښتولی دی.

احمد رامین ایاز زیاته کړه:

"د سره صلیب نړیوالې کمېټې دا کارکوونکی له خپلو یو شمېر همکارانو سره په دوو موټرو کې مرازشریف ته روان وو. وسله‎والو کسانو یې موټر درولی، هغوی يې ښکته کړي او یو تن‌یې ورڅخه بیولی نور یې خوشې کړې دي. موږ څېړنې کوو چې دا پېښه څرنګه شوې او د خپل همکار د سلامتي او ازادي هڅې کوو. "

د احمد رامین ایاز په وینا، تر دې مخکې هم د دوی همکاران تښتول شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی اخېستی او د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

د رپوټونو په حواله، د روان کال له پیل راهیسې لږ تر لږه درې تنه بهرنیان په کابل کې تښتول شوي دي.