د امریکا انتخاباتي کالج د ډونالډ ټرمپ بریا تائید کړه

د امریکا انتخاباتي کالج د متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ بریا تائید کړه.

که څه هم ټرمپ د انتخاباتو په نتیجه کې بریالی اعلان شوی و، خو وروسته د ځینو ایالتونو د رأیو په بیا شمېرنې تاکید وشو او دا اعلان هم پرون د رایو تر شمېرنې او تائید وروسته شوی دی.

که څه هم لا د هاوايي ایالت رأیې بیا نه دي کتل شوي خو د ټرمپ بریا د ډیسمبر په نولسمه د انتخاباتي کالجونو له خوا د ۳۰۴ الیکتروال رأیو په تائید سره قطعي شوه او په مقابل کې یې د کلېنټن کالجونه ۲۲۴ اعلان شول.

ټرمپ وویل:

"له ټولو امریکایانو مننه چې په پراخه کچه یې رأیه ورکړه او زه یې د راتلونکي جمهور رئیس په توګه وټاکلم د هېواد د راتلونکي لپاره به سخت کار کووم."