د ننګرهار بټي کوټ کې ماین چاودنې ۶ ماشومان ټپیان کړي

د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې ماین چاودنې شپږ ماشومان زخميان کړي دي.

د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ویلي، نن شاوخوا ۱۱ بجې د دې ولسوالۍ روغتیايي کلینیک ته نېږدې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې چې د شپږ ماشومانو په ګډون په‎کې یو قومي مشر ټپي شوی دی.

د پېښې په ځای کې ولسوال غالب هم موجود و چې خپله ده ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د یو بل خبر له مخې په کندز ښار کې د ماین په چاودنه کې درې ملکيان ټپيان شوي دي.

د کندز ولایت د مطبوعاتو سرپرست هجرت‌الله اکبري ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه درې بجې د کندز ښار چوک ته څېرمه د مقناطسي ماین د چاودنه له امله رامنځته شوې چې هدف‌یې افغان امنیتي سرتېري و.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغو دواړو چاودنو مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.