کورنیو چارو وزارت وايي پکتیا کې یې ۱۹۱ ټنه مخدره مواد نیولي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېره اوونۍ یې په یو لړ خاصو عملیاتو کې په پکتیا ولایت کې ۱۹۱ ټنه مخدره مواد نیولي او د مخدره موادو ۴۴ کارخانې یې ویجاړې کړې دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه عملیات د سیدکرم ولسوالۍ په احمدباد کلي کې شوي دي.

ښاغلی احمدي زیاتوي په نیول شویو مخدره موادو کې چرس، تاریاک او هیروین شامل دي چې ټوله‌ییزه بیه‌یې ۵۱ میلیونه ډالرو ته رسېږي.