د کورنیو بې‎ځایه شویو شمېر یو میلیون او ۳ لکو تنو ته لوړ شوی

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي په هېواد کې د کورنیو بې‎ځایه شویو شمېر یو میلیون او درې لکه تنو ته لوړ شوی.

سید حسین عالمي بلخي نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، یوازې روان کال پنځه لکه پنځوس زره تنو د ناامنیو له امله خپل کورونه پرېښي دي.

نوموړی وايي:

"سږ کال پنځه لکه یو پنځوس زره کسان د جګړو له امله بې‌ځایه شوي او په دې سره د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر یو میلیون او درې لکه تنو ته ورسېد."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د جګړو له امله یو شمېر افغانان خپلې سیمې پرېښي او د ژمي په سړه هوا کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

له بدخشانه رارسېدلي راپورونه وايي، په دغه ولایت کې د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي کورنۍ د ژمي په دې موسم کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

دوی وايي چې دا مهال دوی د هستوګن‌ځای، خوراکي موادو او د سونګ موادو له نشتوالي سره مخامخ دي.