اشرف غني: هېڅ‎‌څوک هم له قانونه پورته نه‌دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په هېواد کې هېڅ‎څوک هم له قانونه اوچت نه‌دي.

ښاغلي غني نن د بشري حقونو له مدافعینو څخه د ملاتړ په ملي کنفرانس کې د قانون په یو شان پلي کېدو ټینګار وکړ او ويې‌ویل چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې به د اصلاحاتو لړۍ دوام وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"نن ورځ تاسو ته یو ځل بیا ډاډ درکوم چې د خلکو د حمایت په دغو کلیدي (عدليي او قضايي) ادارو کې به د اصلاحاتو لړۍ ته دوام ورکوو، قانون به لومړی په ما تطبیقېږي او بیا به په نورو افغانانو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ جمهوري ریاست ویلي و، د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د قضیې د ادعاوو په اړه به جدي پلټنه کوي.

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي ادعا کړې چې ښاغلي دوستم هغه وړی او هغه‌یې جنسي ځورولی دی.

خو د لومړي مرستیال دفتر دغه تورونه رد کړي دي.