ځنګل د طبیعي منابو یوه عمده برخه جوړوي، ځنګل په چاپیریال کې ښکلا رامنځته کوي، د ځمکې لاندې اوبه تقویه کوي، د سیلابونو مخه نیسي، ځنګل د حیواناتو او الوتکو لپاره یوه مناسبه ځاله ده، د خوراکي موادو زېرمه ده، د صنعت لپاره لرګي راکوي او ځنګل د بې وزلو او فقیرو کسانو لپاره سرمایه ده.
د چاپیریال ساتنې د ادارې مسؤل کسان وایي، له بدمرغه په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې ځنګلونه داسې وهل کېږي چې بیا یې ونې او بوټي سرنه شي پورته کولای.
Your browser doesn’t support HTML5