په هلمند کې یو ځانمرګی برید کوونکی نیول شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، یو تن چې د چاودېدونکو توکو ډک واسکټيې په ځان پورې تړلی و او غوښتليې پر امنیتي ځواکونو برید وکړي نیول شوی دی.
عمر ځواک ازادي راډیو ته تېره شپه وویل برید کوونکی د لښکرګاه ښار اړوند د بُست تصدۍ پر شاوخوا د ملي امنیت د ځواکونو لهخوا نیول شوی دی او تر پوښتنو لاندې دی.
هغه وویل، تر اوسهيې دقیق هدف نهدی معلوم، خو تر پوښتنو وروسته به نور جزئیات رسنیو ته ورکړي.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.