شاوخوا ٣٥٠ کسان وتوانېدل پرون ناوخته د سوريې د حلب ښار په ختيځ کې له هغو سيمو ووځي چې د ياغيانو په کنټرول کې دي.
څارونکي او د مرستندويو ادارو چارواکي وايي، دغه کسان په داسې حال کې له دغو سيمو ووتل چې پر بس موټرو يې حمله هم وشوه.
دغه بس موټرونه د دې لپاره ګمارل شوي وو چې د دولت تر ولکې لاندې کليو څخه هم ټپيان او ناروغان ولېږدوي.
د دغو کسانو پر وتلو له وړاندې لا ځيني اختلافات شته.
دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا غواړي نن هغې مسودې ته رأيه ورکړي چې فرانسې پېشنهاد کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې سمنتا پاور وويل، په دې مسوده کې ټول اړخونه په پام کې نيول شوي:
"په دغې مسوده کې د حلب له ختيځ څخه د خلکو د خوندي، امن او باعزته لېږد او بشري مرستو ته د هغو کسانو د لاسرسي ټول اساسات په پام کې نيول شوي چې غواړي په سيمه کې پاتې شي. د خلکو پر خونديتوب ټينګار کوي."
د ملګرو ملتونو د دې پېشنهادي مسودې له مخې د ملګرو ملتونو څارونکي حلب ته لېږل کېږي چې له محاصره شويو سيمو د خلکو د وتلو بهير وڅاري.