د پکتيکا په يحيى‌خېلو ولسوالۍ کې ښوونځى جوړېږي

د پکتيکا په يحيى‌خېلو ولسوالۍ کې د ١٤ میليونو افغانيو په لګښت ښوونځى جوړېږي.

د دغه ښوونځي د بنسټ ډبره پرون د یاد ولایت والي محمد الياس وحدت له‌خوا کېښودل شوه.

هغه وويل، له دې سره به سلګونه زده‌کوونکي وکړاى شي په معياري ټولګيو کې زده‌کړه وکړي.

د دغه ښوونځي د جوړونې چارې به په شپږو مياشتو کې بشپړې شي او لګښت‌يې د پوهنې وزارت له پراختيايي بودجې ورکول کېږي.