کندز کې پر ۷۰۰ کورنیو د نقدي مرستو د وېشلو لړۍ پیل شوه

Your browser doesn’t support HTML5

په کندز کې پر څه باندې ۷۰۰ کورنیو د مرکزي حکومت له‌خوا د نقدي مرستو د وېشلو لړۍ پیل شوه. دا مرستې پر هغو کورنیو وېشل کېږي چې د کندز په دوهم ځل سقوط کې یې خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او یا هم ټپیان شوي دي. د کندز د والي ویاند سید محمود دانش نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دغه ولایت په دوهم ځل سقوط کې ۲۳۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او همدارنګه ۵۳۸ تنه ملکيان ټپیان شوي دي. خو د کندز خلک له کابله له ورغلي پلاوي غواړي چې د دغو مرستو په وېشلو کې عدالت په پام کې وساتي او مرستې پر مستحقو کورنیو ووېشي.