الکوزی: د بار وړونکو لاریو نه فعالیت حکومت ته زیان اړولی

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خوني مسؤلان وايي چې د بار وړونکو لاریو د نه فعالیت له امله د افغان حکومت اقتصاد ته په میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

د دغې خونې مرستیال خان‎جان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له بار وړونکو موټرو څخهد غیرقانوني پیسو اخېستل، د ښاروالۍ ټکس، د ښاري خدمتونو فیس، ټرانسپورټي ټکسونه او په ګمرکونو کې ډول-ډول محصول تحویلول هغې ستونزې دي چې د بار وړونکو لاریو ټولنې له امله یې خپل فعالیت درولي دي.

نوموړی وايي، له افغان حکومته غواړي چې د غیر قانوني اخذي ګانو مخه ونیسي او له بار وړونکو موتړو څخه د قانون په چوکاټ کې پیسې واخېستل شي.

د افغانستان د بار وړونکو لاریو ټولنې له تېرې دوشنبې راهیسې کاري اعتصاب کړي دي او په پام کې ده چې نن دغه اعتصاب پایته ورسېږي.