د کندهار-هرات پر لویه لار فراه کې ترافیکې پېښې ۱۴ مسافر وژلي

د کندهار-هرات په لویه لاره فراه کې یوه مسافر وړونکي بس موټر له یوه ټانکر سره ټکر کړی چې ۱۴ تنه مسافر په‌کې وژل شوي او ۴۴ ټپیان شوي دي.

د فراه د ټرانسپورټ رئیس عبدالصمد فراهي ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه نن سهار په ګلستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې تر ډېره ښځې او ماشومان دي.

تر اوسه د دې پېښې علت نه‌دی معلوم.